د لاسرسي لېنکونه

نامعلومو وسله‌والو د خېبر پښتونخوا صوبې په دېره اسماعیل‌خان سیمه کې د یوې بهرنۍ کمپنۍ ۶ کارکوونکي تښتولي دي.

د دېره اسماعیل‌خان ځینو امنیتي او سیمه‌ییزو چارواکو چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی له روېټرز خبري اژانس سره په خبرو کې په سیمه کې د وسله‌والو له‌خوا د بهرنۍ کمپنۍ د کارکوونکو د تښتوونې پخلی کړی دی.

دغو چارواکو د یکشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې نامعلومو وسله‌والو د شنبې په ورځ د "جیوفزیکا کراکو" پولنډۍ کمپنۍ ۶ کارکوونکي د دېره اسماعیل‌خان له ښارګوټي ۸۰ کېلو مټره لیرې په درازنده سیمه کې له موټره ښکته کړي او له ځان سره‌یې نامعلوم ځای ته وړي دي.

د راپورونو له مخې، جیوفزیکا پولنډۍ کمپنۍ ده چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د تېلو او او طبیعي ګازو د موندنې او سروې په برخه کې کار کوي.

که څه هم په اسلام‌اباد کې د پولنډ سفارت تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي خو په دېره اسماعیل‌خان کې چارواکو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د وسله‌والو له‌خوا تښتول شوي د جیوفزیکا کمپنۍ ټول کارکوونکي پاکستانیان دي.

دېره اسماعیل‌خان د خېبر پښتونخوا جنوب ته پرته سیمه ده چې د جنوبي او شمالي وزیرستان له ناکرارو قبایلي سیمو سره نښتې پولې لري.

که څه هم د دغې سیمې امنیتي وضعیت د دغو قبایلي سیمو په پرتله ښه او ارام دی، خو بیا هم په‌کې وسله‌وال وخت ناوخته پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي.

وسله‌والو ترهګرو تر دې مخکې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبې پر پولې له اټک سیمې څخه د همدغې جیوفزیکا کراکو کمپنۍ یو پولنډی انجنیر تښتولی و چې بیا وروسته‌یې تر څو میاشتو وروسته وژلی و.

د یادونې وړ ده چې که څه هم په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د دغې کمپنۍ د انجنیر د تښتوونې او وژنې مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان منلی و، خو تر دې دمه لا د دغې کمپنۍ د ۶ کارکوونکو د تښتوونې د تازه پېښې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG