د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

کندهار کې ۴ پولیس د نورو پولیسو د وژلو په تور نیول شوي


د کندهار د ملي امنیت ځواکونو دوه د ملي اردو سرتېري او دوه سرحدي پولیس د غلچکي بریدونو په تور نیولي.

چارواکي وايي چې دغه څلور کسېزې ډلې کندهار ښار کې اووه نور پولیس او دولتي کارکوونکي په بېلابېلو غلچکي حملو کې وژلي دي.

چارواکي وايي، د ملي امنیت منسوبينو دغه څلور سرتېري د کشفي راپورونو په اساس نیولي دي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر مسؤل صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د نیول شوېو څلورو سرتېرو څخه يې دوو تنو د ملي اردو په ۲۰۵م اتل قول اردو قومندانۍ کې دنده درلودله او دوه نور په سپین‎بولدک کې سرحدي پولیس وو.

د خپلواک په وینا نیول شوېو کسانو کندهار ښار او ولسوالیو کې دولتــي کارکوونکي دیني عالمان او قومي مشران په غلچکي بريدونو کې وژل.

د خپلواک په وینا نیول شوېو کسانو د میرویس روغتون سره د ملي امنیت کارکوونکی د مسلم مارکېټ سره یو دولتي کارکوونکی په توپخانې بازار کې درې تنه ملي پولیس په لویه ویاله کې یو ملي پولیس او په ۱۳مه ناحیه کې یو دولتي کارمند وژلې و.

ښاغلی خپلواک زیاتوي:

"دغه کسانو له دولتي دندې څخه په استفادې د مخالفینو په ګټه دولتي کارکوونکی او پولیس شهیدانول دوی د کشفي راپورونو په اساس نیول شوي دي."

د یادولو وړ ده چې نیول شوېو کسانو هم منلې چې د دولتي دندو څخه په ګټه اخېستنه يې دولت ضد فعاليتونه کول.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه د دغه نیول شوېو کسانو په اړه تبصره نه‎ده کړې.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG