په ارزګان کې د یوه وژل شوي سرتېري کورنۍ وايي، دولت له پام غورځولې او د بېوسۍ له امله سوال ته مجبوره شوې ده.
د وژل شوي سرتېري عطاالله مېرمنې بلقیس د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل که دولت ورسره همکاري ونهکړي ماشومان بهیې له لوږې مړه شي.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د ښځو چارو ریاست مسؤلین هم دا مني او وايي هر راز همکارۍ تهيې ژمن دي.
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال شریفالله شرافت راپور ووارئ: