د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

مشرانو جرګه: ولایتونو کې دې د بهرنیو مخالفینو د مېشتېدو مخنیوی وشي


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وایي، په یو شمېر ولایتونو کې وسله‌وال مخالفین د کډوالو په نوم ځای پر ځای کېږي.

په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو د ځای پر ځای کېدو په اړه د ولسي جرګې د اداري پلاوي له اندېښنو وروسته دا ځل د مشرانو جرګې یو شمېر غړي هم وایي چې په یو شمېر ولایتونو کې وسله‌وال مخالفین د کډوالو په نوم ځای پر ځای کېږي.

دې سناتورانو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې خبرداری ورکړ، که چېرې د کډوالو په نوم د دغو وسله‌والو د ځای پر ځای کېدو مخه ونه‌نیول شي د نا امنیو لړۍ به پراخه شي.

سناتور باز محمد زرمتي وویل که چېرې حکومت دا موضوع جدي ونه‌نیسي دغه لړۍ به د هېواد اکثرو ولایتونو ته وغځول شي.

زرمتی: حکومت دا موضوع باید جدي ونیسي.
زرمتی: حکومت دا موضوع باید جدي ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"نن چې کوم وسله‌وال مخالفین راځي د کډوالو په لباس کې په کمپونو کې ځای پر ځای کېږي، دا خاص په دې خاطر دی چې داسې شي لکه شمالي ولایتونه، افغان حکومت اوس یوازې دومره نه‌شي کولای چې ورشي د دغو کډوالو هویت معلوم کړي چې اخر دوی څوک دي، دغه لړۍ ننګرهار، پکتیکا او یو شمېر نورو برخو ته غځول کېږي نو حکومت باید جدي توجه وکړي."

په همدې حال کې بل سناتور جمعه‌الدین ګیاڼوال وایي چې دا مهال د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې د کډوالو په نوم یو شمېر داسې کسان ځای پر ځای شوي چې په بهرنیو ژبو خبرې کوي او وسلې هم لري.

ګیاڼوال: د پکتیا دوو ولسوالیو کې د کډوالو په نوم وسله‌وال ځای پر ځای شوي.
ګیاڼوال: د پکتیا دوو ولسوالیو کې د کډوالو په نوم وسله‌وال ځای پر ځای شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې له یوې میاشتې راهیسې چې اوس هم دا لړۍ روانه ده پټ مخي مهاجر سره له وسلې راځي او هلته‌یې خیمې وهلي، ځینو یې په کلیو کې ځایونه نیولي او ځینو یې یو کمپ جوړ کړی دی، دوی داسې کسان دي چې نه‌یې څوک په ژبه پوهېږي او نه څوک نېږدې پرېږدي، مهاجر خو په دې معنی چې یوازې سرپناه ځان ته پیدا کړي نه دا چې وسلې ولري."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د شنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر وویل چې داعش پلان لري د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې دوه سوه کورنۍ د کډوالو په نوم ځای پر ځای کړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیب‌الله کلیمزي چې د یکشنبې ورځې د غونډې مشري یې کوله هم وویل چې په یو شمېر ولایتونو کې په ډله‌ییزه توګه د کډوالو په نوم د نامعلومه کسانو ځای پر ځای کېدل د اندېښنې وړ خبره ده او باید مخه‌یې ونیول شي.

کلیمزی: حکومت باید ددې ډول حرکتونو مخه ونیسي.
کلیمزی: حکومت باید ددې ډول حرکتونو مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"د نړیوالو ترورېستانو حضور هغه که په فاریاب کې دی یا په پکتیکا کې د اندېښنې وړ موضوع ده، په داسې بدلو جامو په ډله‌ییز ډول د نامعلومه اشخاصو راتګ او په ولایتونو کې ځای پر ځای کېدل او خپل جنګي پلانونو لپاره چمتووالی د اندېښنې وړ مسئله ده او باید مخه‌یې ونیول شي."

خو د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونه به د وسله‌والو مخالفینو ټول پلانونه شنډ کړي او پرې به نه‌ږدې چې دوی په خپلو اهدافو کې بریالي شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG