د لاسرسي لېنکونه

کرملېن وايي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د کيوبا د پخواني رهبر فيډل کاسټرو د مړينې له کبله د ژورې خواخوږۍ څرګندولو لپاره د کيوبا اوسني ولسمشر راول کاسټرو ته ټیليفون وکړ.

کرملېن په يوه اعلاميه کې وويل، پوتين پرون ناوخته په يوه ټیليفوني تماس کې فيډل کاسټرو يو هېوادپال شخصيت بللى چې خپل هېواد ته‌يې په مېړانې خدمت وکړ چې د کيوبا د خلکو مينه او د ټولې نړيوالې ټولنې درناوى يې ترلاسه کړ.

په اعلاميه کې راغلي چې پوتين د روسيې او کيوبا تر منځ د ستراتيژيکې همکارۍ او دوستانه اړيکو د ايجاد په برخه کې د فيډل کاسټرو هڅو ته اشاره وکړه او ورباندې ټينګار يې وکړ.

تر دې ټیليفوني تماس مخکې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه پيغام کې ويلي وو، فيډل کاسټرو د يوه عصر سمبول، دغه‌راز د روسيې صميمي او باوري دوست و.

په کيوبا کې د دغه هېواد د انقلابي مشر او پخواني ولسمشر د مړينې له کبله ٩ ورځنى رسمي ماتم اعلان شوى.

د کيوبا يوه اوسېدونکي اوبيل کاتيلا د فيډل کاسټرو په باب روېټرز اژانس ته وويل:

"ده د ګڼو هېوادونو ملاتړ وکړ، هم په افريقا او هم په لاتينه امريکا کې، دى ډېر بااهميت شخصيت و، د ده مړينه نه‌جبرانېدونکې ضايعه ده."

د ٩٠ کلن فيډل کاسټرو د مړينې خبر پرون خپور شو.

XS
SM
MD
LG