د لاسرسي لېنکونه

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړى چې د ايران د رېلګاډو پټلۍ دولتي ادارې مشر استعفا وکړه.

محسن‌پور سید اقايي په داسې حال کې استعفا کوي چې د جمعې په ورځ په سمنان ولايت کې د رېلګاډو د ټکر په نتيجه کې لږ تر لږه ۴۴ کسان مړه او په لسګونو نور ټپيان شول.

دا په ايران کې د رېلګاډو تر ټولو بد ټکر بلل شوى دى.

د ولايت يوه څارنوال وويل چې د پېښې په تړاو د رېلګاډي يو چلوونکى او په شاهرود سيمه کې د کنټرول مرکز درې مسؤلين نيول شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله د رېلګاډو د پټلۍ ادارې مشر پرون پر دولتي ټلوېزيون راښکاره شو او خپله استعفا يې اعلان کړه.

هغه وويل، پر خپل ټولنيز مسؤليت عمل کوي او د ايران له خلکو د هغې دردوونکې پېښې له کبله بخښنه غواړي.

XS
SM
MD
LG