د لاسرسي لېنکونه

د کندز پولیس وايي، دغه ولایت کې یې ۵۳ ګېلو ګرامه نشه‌يي توکي نیولي دي.

د کندز امنیه قوماندان قسیم جنګل‌باغ وايي، پولیسو دغه توکي تېره ورځ ناوخته د علي‌اباد ولسوالۍ په امنیتي کمربند کې نیولي دي.

د ښاغلي جنګل‌باغ په خبره یاد نشه‌يي توکي په خورا مهارت سره په یوه هینو ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

د امنیتي مسؤلنیو په وینا د دغې قضیې په تړاو دوه کسه نیول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د تخار-بدخشان په لویه لاره د یو کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له کبله څلور تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي.

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې رئیس عبدالله همایون وايي چې یاد کرولا ډوله موټر نن سهار د دشت اماني په سیمه کې په سړک کې د زیاتې واورې له کبله د کوکچې سیند ته لوېدلی دی.

XS
SM
MD
LG