د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

د کونړ چارواکي: پاکستان نه راغلي کډوال د واکسین مخالفت کوي


په کونړ کې د کتلوي معافیت پروګرام مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کې د واکسین په وړاندې تر ټولو لوی ګواښ د پاکستان څخه کونړ ته راغلي پاکستاني کډوال دي.

په کونړ کې د واکسین پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل ډاکټر اسدالله فضلي ازادي راډیو ته وویل خپله د کونړ زیات اوسېدونکي د فلج او نور واکسین سره مخالفت نه‌کوي او تل‌يې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړی، خو له باجوړ او سوات څخه راغلي یو شمېر پاکستاني کډوال‌یې سخت مخالف دي.

نوموړي زیاته کړه چې یادو کډوالو دوی ته په هر کمپاین کې ستونزې پیدا کړي او په کونړ کې چې د پولیو کومې مثبتې پېښې په روان میلادې کال کې موندل شوي ټولې دوی پورې تړاو لري.

دوی د کونړ بېلابېلو سیمو کې د واکسین مخالفت کړی.
دوی د کونړ بېلابېلو سیمو کې د واکسین مخالفت کړی.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی زیات په شیګل او شلتن کې اوسېږي، د دې څخه علاوه د کونړ په ټولو ولسوالیو کې دوی هستوګنه لري، که څه هم وټپور او ځینو نورو ساحو کې دوی واکسین سره مخالفت څخه لاس اخیستی او ستونزه حل شوې ده، حتی په اسعداباد کې د دوی ځيني کورنۍ واکسین نه‌کوي، په چپې درې، ماڼوګي خو لنډه دا چې سواتي وروڼه چې چېرته اوسېږي هلته د واکسین مخالفت کوي."

ډاکټر اسدالله فضلي وايي، دوی هڅه کوي چې د عامه پوهاوي او خبرو له لارې د واکسین ټولو مخالفینو سره یاده ستونزه هواره کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ کوښښ کوو چې دا ستونزې د خبرو او عامه پوهاوي له لارې هوارې کړو دوی ته قناعت ورکړو چې واکسین حلال دی او ډېرو دیني عالمانو يې د حلالوالي فتوا ورکړې ده."

د کونړ د ولایتي شورا پخوانی رئیس حاجي جمال‌الدین سیار وايي، دوی ته هم داسې شکایتونه رارسېدلي چې په یو شمېر سیمو کې پاکستاني مهاجرین د واکسین د کمپاینونو مخالفت کوي او دوی د یادو کډوالو مشران څو ځلي راغوښتي او هغوی هم ورسره ژمنه کړې چې د ستونزې په هواري کې به ورسره مرسته کوي، خو تر اوسه‌يې د مرستې کومه مثبته نښه نه‌ده معلومه شوې.

سیار: موږ په دې اړه د راغلو کډوالو مشرانو سره خبرې کړي.
سیار: موږ په دې اړه د راغلو کډوالو مشرانو سره خبرې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دلته دا سواتیان وروڼه چې دي دوی د واکسین مخالت کوي، موږ د دوی د شورا مشران راغوښتي هغوی راسره ژمنه کړې چې د واکسین مخالفت نه‌کوي او کوم کسان چې د دوی له نوم بده استفاده کوي دوی به‌یې حکومت ته حواله کړي."

د کونړ د والي مرستیال قاضی محمد نبي احمدي ازادي راډیو ته وویل پخوا يې په ولایت کې د پولیو د واکسین په وړاندې مخالفتونه ډېر و او همدا وجه وه چې په هر کمپاین کې به له شلو زرو زیات ماشومان له واکسین پاتې کېدل خو اوس دغه شمېر له نیمايي راکم شوی، نوره هم هڅه کوي چې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په مرسته هر یو ماشوم ته واکسین ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"پخوا هغه ماشومان چې له واکسین به پاتې کېدل شمېر یې دوه ویشت زرو ته رسېده، اوس موږ د ګډ کار په نتیجه کې په دې توانېدلي یو چې دغه اندازه اته زرو ته راټیټه کړو او نوره هم هڅه کوو چې ټول کونړ کې هر ماشوم ته واکسین ورسوو او د پولیو ناروغۍ ویروس له‌منځه یوسو."

که څه هم چې مرستیال والي د واکسین په وړاندې په لیرې پرتو سیمو کې، یو شمېر د مخالفتونو شتون مني او وايي:

"دغه ډول ستونزې ډېرې په هغو لیرې پرتو او غرنیو سیمو کې شتون لري چې هلته حکومت لاسرسی نه‌لري، موږ کوښښ کړی چې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په وسیله دغه ستونزې راکمې کړو."

په کونړ کې پاکستاني مهاجرین وايي، دوی هېڅکله هم د واکسین په وړاندې مخالفت نه‌دی کړی او نه‌هم په ورانکارو فعالیتونو کې لاس لري.

په افغانستان کې د عامې روغتیا او د فلج ناروغۍ د مخنیوي پروګرام مسؤلین وايي چې په روان میلادي کال کې په ټول هېواد کې د فلج دولس مثبتې پېښې موندل شوي چې څلور يې د کونړ په شلتن، شپږ يې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ یوه‌یې په کندهار او بله‌يې په هلمند کې موندل شوي دي.

که څه هم چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر څه موده وړاندې ویلي چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ویروس له‌منځه یوسي، خو په پکتیکا کې د نویو پېښو پیدا کېدو سره خلک اندېښمن دي چې یاده ناروغي نورو سیمو ته هم خوره نه‌شي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG