د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د جمهوري ریاست پخوانۍ کاندیدې هېلري کلېنټن کمپاین ویلي چې په ویسکانیسن ایالت کې د رأیو په بیا شمېرنه کې برخه اخلي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د رأیو بیا شمېرنه یو چل دی.

د ویسکانیسن د انتخاباتو بورډ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د رأیو د بیا شمېرنې په خاطر یې د "ګرین پارټي" کاندید جيل سټین غوښتنه ومنله.

هغه په ویسکانیسن کې د رأیو شمېر ګډوډ بللی و.

ډونالد ټرمپ په یوه بیان کې ویلي چې د رأیو بیا شمېرنه هغه هم د هغو انتخاباتو چې لا وختي سیال خپل ماته منلې یوه درغلي او چل دی.

د هېلري کلېنټن د کمپاین وکیل مارک الیاس ویلي که څه هم د رأیو د سیسټم د هک کېدو کومه نښه‌یې نه‌ده ترلاسه کړې خو بیا به هم په بیا شمېرنه کې به د دې لپاره برخه واخلي چې ټول ډاډمن شي څو انتخابات لکه څنګه چې ټولو غوښتل هماغسې ترسره شول.

په میشیګان، ویسکانیسن او پنسلوانیا ایالتونو کې د رأیو توپیر دومره ډېر نه‌دی بلل شوی چې کلېنټن په‌کې بریالۍ شي او د انتخاباتو نتیجه بدله کړي.

XS
SM
MD
LG