د لاسرسي لېنکونه

په جوزجان کې سړې هوا یو شمېر کورني بې‌ځایه شوي کسان مړه کړي دي.

د جوزجان ولایت مرستیال عبدالرحمن محمودي تائید کړه چې د یخنۍ په سبب لس ماشومان، دوه ښځې او درې عمرخوړلي نارینه مړه شوي دي.

ښاغلی محمودي وايي:

"څه باندې لس ماشومان د سړې هوا له امله مړه شوي دي، همداراز دوه ښځې او درې عمرخوړلي نارینه هم یخنۍ مړه کړي دي، دا پېښې په مغل، سردره ، بي بي مریم او قروغ سیمو کې شوې دي."

ښاغلي محمودي وویل لسګونه کورنۍ اوس وخت د جګړو له امله له فاریاب او سرپل ولایتونو څخه جوزجان ته کډه شوي خو دوی ورسره روغتیايي او مالي مرستې کړې دي.

د جوزجان درزاب ولسوال رحمت‌الله حشر بیا خبرداری ورکړی که بې‌ځایه شویو سره بېړنۍ مرستې ونه‌شي د تلفاتو شمېر به لا پسې زیات شي.

XS
SM
MD
LG