د لاسرسي لېنکونه

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن کابل ته په سفر کې ټینګار وکړ چې هېواد به‌یې له افغانستان سره د یوې اوږدې مودې لپاره متعهد پاتې وي.

ښاغلي جانسن پرون په کابل کې له یوې پوځي اکاډمۍ لیدنه وکړه او ویې‌ویل چې د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت له لارې به د افغان پوځیانو د روزنې په خاطر دوامداره مرسته کوي.

بورېس جانسن هغه ګنګوسې رد کړې چې له اروپايي ټولنې څخه د بریټانیې په وتلو سره به دا هېواد په ټولو نړیوالو مسایلو کې هم خپله ښکېلتیا کموي.

د بريټانیې د بهرنیو چارو وزیر پرون د افغان دولت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او وړمه ورځ له ولسمشر اشرف غني سره هم پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

بریټانیا د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ۴۵۰ سرتېري لري.

XS
SM
MD
LG