د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان اړوند مسایلو تبصرې کړي


له بلغریا خپریدونکې صوفیه ګلوب ویب پاڼې په یوه لیکنه کې په دې هیواد کې د هغو کډوالو چې ډېر یې افغانان دي او پولیسو ترمنځ په وروستیو شخړو یو راپور خپور کړی او وايي چې ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډانیل میتوف د کډوالو د کړکېچ په اړه بلغاریا کې د افغان شارژادفیر احمد صدیق دلیر سره خبري کړي.

خپرونه د کډوالو د نړیوال سازمان د راپورونو په حواله وايي، د اروپا په تکل وتلي هغه کډوال چې دا مهال په بلغاریا کې بند پاتې دي، یوه لویه برخه یې افغانان دي او د هغو کسانو چې د پنجشنبې په ورځ د هرمانلي په کمپ کې له پولیسو سره په اخ ډب کې ښکېل و هم ډېره برخه افغانان دي.

ویب پاڼه د بلغاریا د بهرنیو چارو د وزیر له خولې وايي، په هارمانلي کمپ کې چې د کډوالو د موقتې استوګنې لپاره جوړ شوي ټول اقدامات د پنا غوښتونکو اساسي حقونو ته په پام شوي دي.

نوموړي زیاته کړې هغوی په وروستیو بلواګانو کې یې سرغړاوی او تاوتریخوالی کړی د بلغاریا اړوند ادارې به یې قضیي څېړي.

خپرونه د بلغاریا د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي میتوف له خولې زیاتوي چې هېواد یې د هارمانلي د کډوالو په موقتي کمپ کې د شرایطو د ښه کېدو ټولې هڅې کوي.

نوموړي له افغان شارزادفیر غوښتي، د هغو کسانو په پېژندنه کې دې ورسره فعاله مرسته وکړي چې بېرته خپل هېواد ته یې استول یقني شوي او هغوی ته دې د سفر د اسنادو د ورکولو بهیر چټک کړي.

د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سره په ښو اړیکو ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د هارمانلي کمپ پېښې به د دواړو هېوادو په اړیکو ناوړه اغېزې نه کوي.

برایټ بارت:

برایټ بارت خپرونې بیا یو بله موضوع څیړلې او وايي، د افغان چارواکو خبرداریو ته د امریکايي چارواکو نه پاملرنه ښايي په باګرام پوځي اډه کې د وروستۍ خونړۍ چاودنې سبب شوي وي.

د خپرونې په وینا د نومبر د ۱۲ مې نېټې له هغې خونړۍ حملې مخکې چې د باګرام د پوځي اډې دننه یې دوه امریکايي سرتېري او د هغو دوه قراردادیان ووژل د افغانستان د ملي امنیت ادارې لږ تر لږه دوه ځلې امریکایانو ته خبرداری ورکړی و چې په دې پوځي اډې کې د یو برید احتمال شته او ددې اډې ځايي کارکونکي یې په پلان کې لاس لري، په دې برید کې ۱۶ نور امریکایان ټپیان شوي وو.

خپرونه زیاتوي، افغان امنیتي چارواکو څو ځله له امریکایانو غوښتي و چې د دوی د ځايي کارکونکو په اړه څیړنې کوي او له دوی یې د معلوماتو غوښتنه کړې وه، خو امریکایانو دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه و ورکړی.

برایټ بارت خپرونه وايي، پر باګرام پوځي اډه مخکې هم بریدونه شوي خو دا لومړی داس برید و چې په کې بریدګر ددې پوځي اډې دننه برید ترسره کړ.

خپرونه لیکي دا ددې څرګندوی ده چې په دې پوځي اډه کې د کارګرانو د ټاکنې په برخه کې د امریکایانو د تحقیقاتو پروسه دقیقه نه وه.

خپرونه وايي، له دې پېښې وروسته اوس امریکايي چارواکي چمتو شوي چې په دې پوځي اډه کې د ځايي کارګرو د ګمارنې په برخه کې له افغان امنیتي چارواکو سره مشوره وکړي.

XS
SM
MD
LG