د لاسرسي لېنکونه

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د ازادي راډیو د تاجکي څانګې د شپږو خبریالانو د کار جوازلیکونه لغوه کړل.

د دغې رسنۍ اداره وایي، د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر ۲۵مې پر ټیلیفون ورته ویلي چې د دوی د کارکوونکو د جواز لیکونو د لغوه کېدو دلیل دا دی چې دوی یوې لوړې څوکۍ ته د تاجکستان د ولسمشر د لور د ټاکل کېدو راپور له وېب سایټ څخه لیرې نه‌کړ.

ازادي راډیو ویلي چې د ولسمشر امام علي رحمان د لور رخشانه رحمانوا په اړه راپور د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوه پُست پر اساس جوړ شوی دی او نور جزئیات‌یې هم د دغه وزارت یوې سرچینې راډیو ته منلي دي.

په خبر کې راغلي چې تاجک چارواکو ازادي راډیو ته پنځه دقیقې وخت ورکړ چې دغه راپور له وېب‌پاڼې لیرې کړي، که نه نو په دوشنبه کې د دغې راډیو خبریالان به د کار جواز لیکونه له لاسه ورکړي.

د خبریالانو جواز لیکونه پرون ماسپښین وروسته له هغه وځنډول شوه چې ازادي راډیو د دغه راپور د سرچینې تر بیا ارزونې وروسته پرېکړه وکړه چې له پاڼې یې لیري نه‌کړي.

د راپور له مخې د تاجکستان د ولسمشر لور د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو د برخې د مشرې په توګه ټاکل شوې ده.

XS
SM
MD
LG