نړۍ
ډګرجنرال قمر جاوید بجوا د پاکستان د پوځ نوی مشر وټاکل شو
د پاکستان صدر اعظم نواز شریف ډګرجنرال قمر جاوید بجوا د هغه هېواد د پوځ د نوي مشر په توګه وټاکه.
د صدراعظم دفتر نن ویلي چې جنرال بجوا بهد راحیل شریف ځای ناستی وي.
راحیل شریف هغه پوځي قوماندان وو چې د امنیتي حالاتو په ښه کولو او د تندلاره اسلامپاله ډلو په ځپلو یې محبوبیت درلود.
جنرال بجوا به د نومبر پر ۲۹ نېټه د شمېر پر اساس د نړۍ د شپږم لوی پوځ مشري وکړي.
تمه کېږي چې د بجوا په ټاکلو سره به د پاکستان د پوځ او حکومت تر منځ ترینګلي اړیکي ښې شي.
صدراعظم نواز شریف دغه راز جنرال زبیر محمود حیات د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې د مشر په توګه وټاکه.
حیات به په دغه موقف کې چې په هغه هېواد کې تر ټولو لوی پوځي منصب دی پر اټومي ځواکونو او شتمنیو بشپړ صلاحیت ولري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسي چارواکي:اوکرایني بې پيلوټه الوتکو مو په سمولینسک کې د تېلو او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي
د روسیې د سمولینسک سیمې چارواکي واسیلي انوخین نن په ټیلګرام کې لیکلي دي چې د دوی د سیمې د تېلو او انرژۍ پر تاسیساتو د اوکرایني ډرون الوتکو د برید له امله اور لګېدلی دی.
انوخین زیاتوي چې تلفات نه دي اوښتی او اور د بېړنیو چارو د ادارې کارکوونکو مړ کړی دی.
د برېتانیا صدراعظم نن خپل جرمني سیال سره پر امنیتي او دفاعي مسایلو غږیږي
د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک به د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره نن پر امنیتي او دفاعي چارو خبرې وکړي.
ریشي سوناک اتلس میاشتې مخکې د برېتانیا صدراعظم شو او له صدرات راوروسته یې دا برلین ته لومړی سفر دی.
اټکل کیږي چې دوی به تر ډيره د اوکراین پر مسالې تمرکز وکړي او په اروپا کې به د ناټو د هوایي دفاع د پیاوړتیا پر مسالې وغږیږي.
امریکا پر ایران نور بندیزونه ولګول
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران نور بندیزونه ولګول.
په دې بندیزونو کې چې پرون د خزانې وزارت اعلان کړل، ۴ کسان او هغه دوه شرکتونه شامل دي چې د خزانې وزارت د بیان له مخې د ایران د پوځ په لارښوونه په ورانکارو سایبري فعالیتونو کې ښکېل وو.
پر دې سربېره د امریکا د عدلیې وزارت او د تحقیقاتو فدرال ادارې اعلان کړی چې په دې بندیزونو کې شامل ۴ کسانو پر امریکايي موسسو په سایبري حملو کې لاس درلود.
بایډن: اوکراین سره د پوځي مرستو تصویب شوې لایحه به سمدستي توشیح کړم
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي له اوکراین او نورو هېوادونو سره د دې هېواد د مرستو هغه لایحه به سمدستي توشیح کړي چې د مشرانو جرګې پرون ناوخته تصویب کړه او اوکراین ته د پوځي مرستو بیاپیل ته لاره اواروي.
ښاغلي بایډن بېګا په یوه بیان کې وویل، د مرستو دا لایحه به چې کله د ده دفتر ته ورسېږي سمدستي توشیح کړي او بیا به د امریکا خلکو ته وینا وکړي.
بایډن زیاته کړه چې د نوموړې لایحې له توشیح وروسته به په روانه اوونۍ کې اوکراین ته د وسلو او تجهیزاتو د استولو لړۍ پیل شي.
د ۹۵ میلیارد ډالر په ارزښت د امریکا د مرستې دا لایحه د استازو جرګې له څو میاشتني ځنډ وروسته د تېرې شنبې په ورځ تصویب کړه خو سنا پرون په ډېرې اسانۍ سره تایید کړه.
په دې مرسته کې څه باندې شپېته میلیارد ډالر د اوکراین لپاره ځانګړي شوي دي.
د سنا د اکثریت د مشر چک شومر په وینا، د دې مرستو پاتې برخه له غزې نیولې تر سوډانه په جګړو کې د ایسارو ملکي وګړو لپاره ځانګړې شوې.
ملګري ملتونه: د غزې په دوو لویو روغتونونو کې موندل شوي ډله ییز قبرونه دې وڅېړل شي
ملګرو ملتونو د غزې د تړانګې په دوو لویو روغتونو کې د موندل شویو ډله ییزو قبرونو په اړه د رڼو او بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کړې.
په دې روغتونونو کې اسراییلو پوځي عملیات کړي وو.
د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجاریک پرون خبریالانو ته وویل، څېړونکي باید اړوندو ساحو ته د ورتګ اجازه ولري او زیاته یې کړه چې ژورنالېستانو ته هم په غزه کې په دې اړه د راپور ورکولو لپاره باید د خوندي کار اجازه ورکړل شي.
پرون له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر تورک وویل چې د غزې د الشفا روغتیايي مرکز او د خان یونس د الناصر روغتون د ورانېدو د خبر په اورېدو بوږنېدلی دی.
غزه کې پر یوه روغتون بیا برید شوی
د غزې د نوازه په سیمه کې د العوده – نصیرات روغتون د اداري ودانۍ پنځم پوړ او چت تر برید لاندې نیول شوی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهنوم ګیبرسیوس د سه شنبې په ورځ (اپریل ۲۳ مه) په ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې د جګړې له ښکیلو خواوو څخه وغوښتل چې په روغتونونو له برید او پوځې کاروونې ډډه وکړي او د اوربند او سولې لپاره کار وکړي.
ګبرسیوس دا هم لیکلي چې په نصیرات روغتون وروستي برید له امله د یاد روغتون د بریښنا سولري سیسټم خرابه شوی دی. د روغتون د اوبو او تېلو زیرمو ته هم د زیان رسېدو خبر ورکړل شوی دی.
نصیرات – العوده روغتون هره ورځ لږ تر لږه ۱۲۰۰ ناروغانو ته طبي خدمات وړاندې کوي او شاوخوا 209 کارکوونکي لري.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په دې برید سره، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر څخه تر اوسه پورې، د غزې په تړانګه کې د ۳۶ روغتونونو له جملې څخه، ۳۱ روغتونونه زیانمن شوي.
امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ
د امریکا یوې محکمې د میر رحمان رحماني او اجمل رحماني په اړه د ابتداییه محکمې د حکم د بیا کتنې یا ننګولو غوښتنه رد کړه.
میر رحمان رحماني د تېر جمهوري نظام د پارلمان رییس او زوی یې اجمل رحماني د پارلمان غړی وو.
د امریکا د خزانې وزارت د تېر ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې اعلان وکړ چې میر رحمان رحماني، اجمل رحماني او ورسره تړليو لږ تر لږه ۴۴ شرکتونو د امریکايي ځواکونو په تدارکاتي تړونونو کې پراخ فساد کړی او د امریکا لسګونه میلیونه ډالره یې حیف او میل کړي.
رحماني هغه وخت د امریکا خزانې وزارت پرېکړه چلنج کړې وه او ویل یې چې حاضر دي محکمې ته د خپل سپیناوي په باب اسناد وړاندې کړي.
د کلمبیا د ولسوالۍ د تازه بیان په اساس د بیاکتنې د ادعا غوښتنه ځکه ردوي چې د دوی په باور متقاضیان د دې وړتیا نه ده ښوولې چې پرېکړه دې وننګوي. د بیان په اساس دوی
همداراز امریکا ته نه دي پرېښودل شوي او د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې په وړاندې د درېدو جوګه نه وو.
د امریکا سنا له اوکراین او اسراییل سره نوې پوځي مرستې تایید کړې
د امریکا متحده ایالتونو سنا جرګې د ۹۵میلیاردو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو بسته تصویب کړه.
په دې مرستو کې څه باندې شپېته میلیونه ډالره اوکرایین ته ځانګړي شوي.
همدارنګه له اسراییلو سره هم شاوخوا ۲۶میلیارد ډالره د دې مرستو یوه برخه جوړوي. د سنا جرګې د اکثریت مشر چک شومر وویل چې پاتې برخه مرستې به له غزې نېولې تر سوډانه په کړکېچ کې د ایسارو ملکیانو لپاره ځانګړې شي.
سنا جرګې له میاشتو میاشتو ځنډ وروسته بلآخره د مرستو دا بسته تصویب او ولسمشر ته د توشیح لپاره وړاندې کړه.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي وو چې سمدستي به د سنا له تصویب وروسته د مرستو مسوده لاسلیک کړي.
د ایران ولسمشر نن او سبا هم پاکستاني چارواکو سره لیدنې او خبرې لري
ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به اسلام آباد ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې نن او سبا هم له پاکستاني چارواکو سره لیدنو کتنو ته دوام ورکړي.
د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تروریزم پرضد د مبارزې په اړه بحث د دې سفر مهم هدف بلل شوی دی.
ښاغلي رییسي پرون له صدراعظم شهباز شریف سره تر لیدنې وروسته وویل پاکستان او ایران موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه لس میلیارد ډالر ته لوړه شي.
ښاغلي شریف هم هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادو اړیکې به پیاوړي شي.
رییسي پاکستان ته خپل لومړی سفر یوازې څو میاشتې وروسته له هغه کېږي چې د روان کال په پیل کې د دواړو هېوادونو اړیکې د یوبل په خاورو کې د حملو له کبله ترینګلي شول.
برېتانیا به نن اوکراین سره څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړي
تمه ده چې د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک به نن پولنډ ته د سفر پرمهال له اوکراین سره د ۶۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت د برېتانیا د مرستې تر ټولو لویه بسته اعلان کړي.
د برېتانیا حکومت نن په یوه بیان کې وویل، د اوکراین پرضد د روسیې له وحشتناک یرغل سره د ټولې اروپا امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ دی.
له دې بستې سره، په روان مالي کال کې له اوکراین سره د برېتانیا د ټولو مرستو کچه ۳،۷۱ میلیارد ډالرو ته ورسېده.
په بیان کې دا یادونه هم شوې چې برېتانیا به اوکراین ته د تجهیزاتو یوه ډېره لویه بسته چې ساری یې له دې مخکې نه دی لیدل شوی، هم واستوي.