د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

له تروریزم سره مبارزې په برخه کې له لندنه د کابل غوښتنه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له بریتانیا څخه غواړي چې په سیمه کې له خپل نفوذ څخه د تروریزم پر ضد مبارزه کې کار واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د شنبې په ورځ په کابل کې د خپل بریتانوي سیال سره په لیدلو کې ویلي چې انګلستان پر سیمې پراخ نفوذ لري او باید ځينې هېوادونه دی ته وهڅوي چې له تروریزم سره په مبارزه کې جدي عمل وکړي.

صلاح الدین رباني که څه هم مستقیم کوم هېواد ته اشاره نه ده کړې، خو په سیمه کې یې د بریتانیا رول د اهمیت وړ بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیت مستغني د شنبې ورځې په ماځیګر د افغانستان او بریتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو له لیدلو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

شکیب مستغني
شکیب مستغني

"د سیمې په یو شمېر هېوادونو د یاد هېواد نفوذ ته په کتو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د تروریستي ګواښونو پر وړاندې د سیمې هېوادونو د هڅولو لپاره د بریتانیې د شاهي هېواد د رول غوښتنه کړی."

په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو موضوګانو خبرې شوي، لاسته راوړنې، د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې په پر مختګونو، سولې او په امنیتي برخو کې پر همګاریو خبری شوي دي.

په ورته وخت کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه تل ملاتړ کوي.

تاریخ لیکونکي د سمې په کچه د بریتانیا اړیکې تر ډېره له پاکستان سره پخوانۍ او ستراتیژیکې بولي.

دغه موضوع مو د نړیوالو اړیکو له کارپوه لطیف نظري سره شریکه کړه، هغه وویل چې بریتانیا کولای شي پر پاکستان فشار راوړي څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د بریتانیا او پاکستان اړیکې تاریخي او ډېرې پخوانۍ دي، نو وضعیت ته په پام که چېرې د بریتانیا ګټه وي پر پاکستان سیاسي نفوذ لري چې د دغه هېواده په استفادې پر طالبانو فشار راوړي چې له فغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته کېني."

د ښاغلي نظري په خبره، پاکستان د اسیا په جنوب کې د بریتانیا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او دغه هېواد هیڅکله هم نه غواړي چې پاکستان له لاسه ورکړي.

د هغه په خبره پر پاکستان د امریکا او نړیوالې ټولنې د فشارونو له زیاتېدو سره سم بریتانیا په دې برخه کې د پاکستان نه ملاتړ کړی او د دې هېواد په ګټه رول لوبوي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG