د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

د کیوبا پخوانی ولسمشر فیډل کاسټرو مړ شو


د کیوبا انقلابي مشر فیډل کاسټرو د نوي کلونو په عمر مړ شو.

د هغه ورور او د کیوبا اوسني ولسمشر راول کاسټرو د فیډل کاسټرو د مړینې خبر نن پر دولتي تلویزیون اعلان کړ.

د کیوبا ولسمشر چې شین پوځي یونیفورم یې په تن و، د دې هېواد په دولتي ټلویزیون اعلان وکړ چې د کیوبا د انقلاب مشر فیډل کاسټرو د جمعې ورځې په ماسختن مړ شو.

د کیوبا اوسني ولسمشر راول کاسټرو که څه هم د فیډل کاسټرو د مړینې د علت په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې نوموړی به د ده د وصیت سره سم نن وسوځول شي.

په کیوبا کې به د دې هېواد د انقلابي مشر فیډل کاسټرو د مړینې په وېر څو ورځې ملي ماتم وي.

د نوموړي د ویر په مناسبت به کیوبا کې څو ورځې ملي ماتم وي.
د نوموړي د ویر په مناسبت به کیوبا کې څو ورځې ملي ماتم وي.

نوموړي چې د کولمو په یوې ناروغۍ اخته و د ۲۰۰۶ میلادي کال په جولای میاشت کې په موقته توګه له واکه لېرې شو.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې بیا په رسمي توګه واک خپل ورور راول کاسټرو ته وسپاره.

نوموړي د کیوبا پر ټاپو د یو ګوند د حکومت په توګه اووه څلوېښت کاله واکمني وکړه.

نوموړی په وروستیو کلونو په عامه محضر کې نه څرګندېده، خو د کیوبا دولتي رسنیو ته یې تبصرې لیکلي.

نوموړي د وروستي ځل لپاره د کیوبا د کمونیست ګوند په کنګره کې راڅرګند شوی و.

نوموړي هغه مهال ویلي وو:

"ډېر ژر به زه لکه د نورو ټولو په څېر یم، زموږ ټولو وخت رارسېږي، خو د کیوبایي کمونیسټانو نظریې به پر مځکه پاتې وي،که یو څوک په عزت او درنښت کار کوي، دوی هغه څه رامنځته ته کولی شي چې بشریت ورته اړتیا لري او ددې لپاره تل مبارزه پکار ده."

ګومان نه کېږي چې د کاسټرو مړینه به کیوبا کې کړکېچ رامنځته کړي.

ځکه د نوموړي ورور راول کاسټرو په وروستۍ لسیزه کې پر واک منګولې ټینګې کړي دي.

راول کاسټرو ژمنه کړې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به چې د واک دوره یې پای ته رسېږي واک خوشې کړي.

نوموړي مرستیال ولسمشر میګول ډیاز کانیل خپل ځای ناستی نومولی دی.

په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې د کاسټرو مخالفانو د کیوبا د دې انقلابي مشر مړینه یو ښه خبر ګڼلي په نړۍ کې په ځانګړه توګه په لاتینه امریکا کې د فیډل کاسټرو مینوال بیا د هغه په مرګ وېر کوي.

XS
SM
MD
LG