د لاسرسي لېنکونه

د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس زلمی ويسا د پکتيا ولايت لپاره د نوي والي په توګه نن ورځ رسماً په خپله وظيفه پيل وکړ او د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري د پکتيا خلکو ته د والي په توګه ور وپېژندل شو.

د پکتيا لپاره نوی ګمارل شوی والي زلمی ويسا د محلي ارګانونو د سرپرست عبدالباقي پوپل له لوري د ولسمشر محمد اشرف غني د ورکړل شوي حکم پر اساس پکتياوالو ته داسې ور معرفي شو:

د پکتیا نوي والي د معرفي کېدو مراسم.

د پکتیا نوي والي د معرفي کېدو مراسم.

"محترم تورن جنرال زلمی ويسا د محترم عبدالصمدخان زوی د ملي اردو د ۲۰۹ شاهين قول اردو پخوانی قوماندان چې د عالي تحصيلاتو خاوند او د ښې تجربې او لوړ شخصيت درلودونکی شخص دی، د فوق رتبې په بست کې د نظامي رتبې په حفظ سره د پکتيا ولايت د والي په صفت د محترم نصرت الله ارسلا د الحاج عزيزالله دين محمد زوی پر ځای تقرر منظوروم، په درنښت، د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني- د حکم شمېره ۲۹۵۳ د ۱۳۹۵ کال د قوس ۴ نېټه."

نوموړي وروسته د والي له معرفي کېدو څخه د پکتيا خلکو باندې غږ وکړ چې د نوي والي ترڅنګ ودريږي او هغه ډول چې لازمه ده پکتياوالو ته د دوی په مټ خدمت وکړي.

د والي د معرفي په دې غونډه کې د قومونو په استازولۍ د پکتيا ولايتي شورا رئيس عالمير بهرامزوی خبرې وکړې او له نوي والي څخه يې وغوښتل چې په ياد ولايت کې د تغيراتو په موخه قانون ته لومړيتوب ورکړي:

"هغه کاري دوره دې چې له نن څخه يې شروع کوې بايد ټوله په قانوني چوکاټ کې وي او د قانون پر بنياد مخته لاړه شي، نو دا به کاميابه او د خلکو په ګټه دوره وي."

ده دا هم وويل، والي به تر هغو پورې د دوی والي وي چې د قومونو پرې رضا وي او د ولايت د امنيت د تامين، د پروژو پلې کېدو او قومونو يوالي په برخه کې زيات کار وکړي او که برعکس وي نو دوی به يې په مقابل کې ودريږي.

د پکتيا نورو قومي مخورو، مدني فعالانو او ولسي جرګې وکيلانو هم د والي د معرفي په دې غونډه کې خبرې وکړې چې اکثريت يې په ولايت کې د تغيراتو غوښتنه کوله او ويل يې، نوی والي دېد ځمکو د غاصبينو او د شته فساد جدي مخه ونيسي.

د پکتيا لپاره نوي ګمارل شوي والي زلمي ويسا خلکو ته د نوموړي د معرفي په غونډه کې وويل چې دی به په دې ولايت کې د خلکو له شخصي ګټو قانون ته ډېر ارزښت ورکړي؛ ځکه چې دی په کومې ډلې ټپلې پورې نه دی تړلی:

زلمی ویسا.

زلمی ویسا.

"د هېچا تر تاثير لاندې نه يم او د هېچا په خوله نه کوم زما لپاره بهترين لارښود قانون دی او د قانون په چوکاټ کې د ملي ګټو په نظر کې زه د ځوان، قومي مشر، سپينږيري، ملا امام او د ولايت د ادارې ټول وړانديزونه او خبرې اورم او د شخصي منفعت په خاطر نه د هېچا طرفدار يم او نه هېڅوک پرېږدم چې هغې ته لاس واچوي."

ده زياته کړه که چېرته په پکتيا کې د ځمکو غاصب او له قانون څخه سرغړونکی پيدا کړي زور ته به يې تسليم نشي او په هر ډول چې کېږي مخه به يې ونيسي هغه زیاته کړه:

"غاصب هر هغه څوک دی چې له قانون څخه تخلف کوي، زما به دا کوښښ وي نه تنها چې د ځمکې، نتنها د ملي شتمنيو غصب يې کړی وي، بلکې چې په قانون کې تخلف کوي هغه هم غاصب دی او د هغه په مورد کې هم زه مبارزه کوم."

د پکتيا لپاره د نوي ګمارل شوي والي د معرفي له غونډې وروسته زلمي ويسا د محلي ارګانونو د سرپرست، پکتيا مرستيال والي، پارلماني او ولايتي شورا وکيلانو او مخورو له لوري د ولايت مقام په څوکۍ کېنول شو.

دا غونډه په داسې مهال ترسره شوه چې د پکتيا يو شمېر نورو قومي مخورو تېره ورځ د ويسا د راتګ مخالفت څرګند کړی وو او ويلي وو چې مرکزي حکومت پرته د دوی له مشورې په مرکز کابل کې د محدودو کسانو په مشورو په ادارو کې لاسوهنې کوي چې دوی ته دا تغير او تبديل د منلو وړ نه دی.

راپور:داود تپان

XS
SM
MD
LG