د لاسرسي لېنکونه

پنټاګون هغه لومړنی امریکایې قرباني معرفي کړ چې په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړه کې ووژل شو.

د امریکا دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پرون وویل چې دغه سرتېری د بمونو د خنثی کولو متخصص وو او د یوه ځای پر ځای شوي بم د شنډولو پر مهال ووژل شو.

د بمونو د شنډولو قطعې مشر سکاټ ډېټون «Dayton Scott »د هغه نړیوال ځواک د غړي په توګه کار کاوه چې په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جنګېږي.

دی دوه څلویښت کلن او د ویرجینیا د ووډبرج «Woodbridge» اوسېدونکی وو.

د امریکا د پوځ چارواکو ویلي چې نوموړی د نومبر پر ۲۴ د عین عیسی ښار ته څېرمه په یوه چاودنه کې سخت ټپي شوی وو چې وروسته یې سا ورکړه.

ډیټون د امریکا د پوځ لومړنی غړی شو چې په سوریې کې د نړیوالو ځانګړو اوپراتیفي ځواکونو د ځای پرځای کېدو راهیسي ووژل شو.

دغه ځواکونو د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې مبارزه پیل کړې ده.

XS
SM
MD
LG