د لاسرسي لېنکونه

د فرانسې، جرمني، روسيې او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیران راتلونکې اوونۍ په بلاروس کې د اوکراین د ختیځ د اوربند د موافقې په اړه غونډه کوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند الکسندر جورګیني د جمعې په ورځ وویل چې د راتلونکې سې شنبې ورځې په غونډه کې به د مینسک د موافقې په لړ کې د شوو پرمختګونو او په دې اړه چې کوم کارونه نه دي شوي،خبرې وشي.

د اوکراین حکومت او روسي پلوه بېلتون پال نه دي توانېدلي چې د اوکراین د ختیځ د اوربند موافقه په بشپړه توګه عملي کړي.

د اوکراین په ختیځ کې لا هم د حکومتي ځواکونو او روسيې پلوه پالو ترمنځ نښتې کېږي

د اوکراین د ختیځ جګړې تر اوسه پورې ۹ زره او ۶ سوه کسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG