د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، ډېر ژر به په زابل ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد پراخ عملیات پیل شي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل دا مهال د زابل په خاک افغان او دای چوپان ولسوالیو کې وسله وال چې اکثره يې چیچنیایان ،عربان، پاکستانیان او د منځنۍ اسیا اتباع دي ځای پر ځای شوي دي.

د ښاغلي رادمنش په وینا دا وسله وال د کډوالو په لیکو کې په زابل کې ځای پر ځای شوي او غواړي چې په دغو سیمو کې حکومت ضد فعالیتونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د دولت د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره يې په یو شمېر نا امنو ولایتونو کې ژمني عملیات پیل کړي چې تر اوسه په کې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG