د لاسرسي لېنکونه

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چې له امريکا خپرېږي په خپله پرونۍ ګڼه کې په جوزجان ولايت کې د درنې واورې اورېدو له کبله خلکو ته د اوښتي مالي او ځاني زيان په اړه ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې يې د چارواکو په حواله ليکلي چې سړې هوا او درنې واورې لږ تر لږه ٢٠ کسان مړه کړي چې ډېرى يې ماشومان دي.

د ليکنې په حواله د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې ټول مړه شوي کسان د هغو بېځايه شويو کورنيو غړي دي چې په وروستيو کې ورکډه شوي وو.

خو د جوزجان د والي وياند رضا غفوري وروسته وويل د دوى څېړنو ثابته کړه چې په درزاب کې چا ته د درنې واورې او سړې هوا له کبله تلفات نه دي اوښتي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، په درزاب ولسوالۍ کې چې نږدې نيم متر واوره اورېدلې، هوا هم په وروستيو ورځو کې ډېره سړه شوې ده.

د ليکنې په دوام کې راغلي، د درزاب ولسوالۍ دا سيمه د ترکمنستان پولې ته څېرمه پرته ده چې برېښنا نه لري، روغتيايي اسانتياوې په کې نه شته او وسله والو طالبانو يې د ولايت مرکز شبرغان ته غزېدلې لار بنده کړې ده.

چارواکو ورځپاڼې ته ويلي چې دوى انتظار باسي چې هوا صافه شي او د هوا له لارې مرستې ورورسېږي.

د جوزجان والي لطف الله عزيزي د جوزجان له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې په دې ولايت کې هغو ۵٠٠ کسانو ته چې له سرپل څخه دغه ولايت ته کډه شوي، امکانات برابر کړي.

ويل شوي چې دغه کسان تر ډېره د سرپل له صياد ولسوالۍ د داعش ډلې او وسله والو طالبانو د ګواښونو له کبله کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

ګلوب ايند مېل:

کاناډايۍ ورځپاڼې ګلوب ايند مېل په خپله پرونۍ ګڼه کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې د هغو چاودنو په اړه ليکنه خپره کړې چې د جمعې په ورځ يې په نتيجه کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول او ٢٧ تنه نور ټپيان شول.

دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې په وروستيو کې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش ډلې فعاليت او تحرکات زيات شوي دي.

ګلوب ايند مېل ورځپاڼې د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوکياڼي په حواله ليکلي چې دغه چاودنې د جلال اباد په بېلابېلو سيمو کې شوي دي.

ورځپاڼه زياتوي، ننګرهار ولايت چې پاکستان ته څېرمه پروت دى، په افغانستان کې د داعش ډلې په مرکز بدل شوى دى، دغې ډلې تېر کال په افغانستان کې ظهور وکړ.

د والي وياند ويلي نه پوهېږي چې دغه چاودنې به وسله والو طالبانو که داعش ډلې کړي وي.

XS
SM
MD
LG