د لاسرسي لېنکونه

په پکتیا کې ځینې قومي مشران وايي که له دوی سره سلا مشوره نه کېږي د پکتیا لپاره نوی والي نشي منلی.

دوی نن جمعه د پکتیا د پخواني والي نصرت الله ارسلا د خدای پامانۍ په غونډه کې وویل چې د ولسمشر په هغې پرېکړې خپه دي چې له دوی سره له سلا پرته یې د پکتیا لپاره نوی والی ټاکلی دی.

په غونډه کې د قومي او مدني ټولنو په استازولۍ محمدعلي جان محمدي وويل چې پکتیا ته نوی راتلونکی والي له دوی سره له سلا او د ستونزو له درک پرته ټاکل شوی دی.

"د پکتيا ولايت قومونه، مشران او سپينږيري او ځوانان خبر نه دي او په پکتيا باندې لوبې کيږي موږ ته ارګ او مرکزي حکومت قناعت نه وي راکړی، موږ نوی والي نه منو او دغه والي له موږ نه شي تللی."

د پکتیا پخواني والي نصرت الله ارسلا له ولسمشر او اجرایه رییس مننه وکړه چې دی یې د پکتیا والي ټاکلی و او اوس هم له دې پرېکړې سره کوم مخالفت نه لري.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې پرون اعلان وکړ چې د دوی د وړاندیز په اساس تورن جنرال زلمی ویسا د ولسمشر اشرف غني له لوري د پکتیا نوی والي ټاکل شوی دی.

زلمی ویسا یو کال وړاندې په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان و.

XS
SM
MD
LG