د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د عراق په بابل ښار کې د پرون ماښام تروریستي حمله چې په‎کې ځینو افغانانو ته هم مرګ‎ژوبله اوښتې سخته غندلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي چې د رپوټونو له مخې په دې انتحاري حمله کې ځینو افغانانو ته هم مرګ‎ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې نه‎دی معلوم شوی.

دا حمله پرون د بابل د الحله ښار په شوملې سیمه کې په هغو زیارت کوونکو وشوه چې له کربلا نه د اربعین تر مراسمو وروسته خپلو هېوادونو ته په لار و.

څه باندې اتیا کسان چې په‎کې زیات ایرانیان و وژل شوي او تر سلو زیات هم ژوبل دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په بغداد کې افغان سفارت په دې اړه جدي څېړنې پيل کړي او د کره معلوماتو له ترلاسه کولو سره سم به د قربانیانو له کورنیو سره همکاري وکړي.

په تهران کې هم افغان سفارت ته دنده ورکړل شوې چې د دې حملې د ځینو انتقال شویو په ډله کې د افغانانو په اړه هم پلټنه وکړي او مرستې ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG