د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

مدني بنسټونو مخالفینو پر وړاندې د حکومت تدابیر کمزوري وګڼل


د افغانستان د مدني بنسټونو شبکه وايي، حکومت پر ملکي خلکو او د مذهبي مراسمو پر ځایونو د ترهګرو د وروستیو مخ په زیاتېدونکو حملو د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلي او که دا وضعیت دوام وکړي د خلکو ژوند له ګڼو خطرونو سره مخ کېدای شي.

د دې بنسټونو د شبکې غړو د جمعې په ورځ په یوې ناسته کې وویل چې مخالفین د ترهګرۍ د خپرولو او د ملکي خلکو د وژلو لپاره، هره ورځ تکتیکونه بدلوي او امنیتي ځواکونو ته پکار ده چې پر استخباراتي هڅو سربېره، امنیتي تدابیر هم جدي کړي.

د مدني بنسټونو د شبکې غړي سید ناصر موسوي وویل:

"اوس‎مهال د افغانستان د سولې دښمنانو له دولت سره د مستقیم جنګ سټراټيژي بدله کړې او ملکي خلک هدف ګرځوي، د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره د دولت جاري هڅې کافي نه‎دي. دولت باید د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب ته، زیاتې هڅې وکړي."

د مدني بنسټونو د شبکې غړي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل ښار د باقرالعلوم په مدرسه کې د مذهبي مراسمو پر مهال په یوې انتحاري حمله کې شاوخوا ۳۰ ملکي کسان ووژل شول او شاوخوا ۹۰ په کې ټپیان شول.

د دغې حملې مسؤلیت د داعش ډلې په غاړه اخېستی دی.

په شاوخوا دوو میاشتو کې د کارته سخي پر زیارت له برید وروسته دا دوهم برید دی چې په ملکي خلکو ترسره کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه زموږ مسلسلو ټلیفونونو ته ځواب ونه وایه خو کارپوهان وايي چې د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا پر ملکي خلکو او جوماتو دا ډول حملې پخوا هم شوي دي.

د دې کارپوهانو له ډلې عبدالباري عارض اړه ازادي رادیو ته وویل، د دې ډول حملو د زیاتوالي لامل د امنیتي ارګانونو د رهبرۍ کمزوري ظرفیتونه دي.

ده تاکید وکړ چې د امینتي ارګانونو په مهمو ادارو کې باید مسلکي کسان وګمارل شي.

ښاغلي عارض زیاته کړه:

"دولت مسؤلیت لري چې د عامو خلکو امنیت تأمین کړي، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او ملي امنیت، باید په دې برخه کې بېړني ګامونه پورته کړي. خو له بده‎مرغه چې د دې ارګانونو په رهبرۍ کې اکثره غیر مسلکي کسان ګمارل شوي او په امنیتي برخه کې لږه تجربه لري."

د مدني بنسټونو د شبکې غړیو دا هم وویل، ترهګر نه یوازې دا چې پر ملکي خلکو حملې کوي بلکه غواړي چې په دې اعمالو سره د هېواد د شیعه او سني ترمنځ اختلافات هم رامنځته کړي.

دوی پر خلکو خلکو غږ وکړ چې ترهګر د ټولو افغانانو ګډ دښمنان دي او خپل یووالی دې ټینګ وساتي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د حج او اقافو د وزارت مرستیال داعي الحق عابد ازادي را‌ډیو ته وویل، دولت او په تېره د حج اوقافو وزارت د دښمن نیت ته متوجه دی او اجازه به ورنه‎کړي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG