د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

انډونيزيا کې سلګونو کسانو د ميانمار مسلمانانو پر وژلو اعتراض وکړ


د انډونيزيا په پلازمېنه جکارتا کې د جمعې په ورځ شاو خوا ٢٠٠ اعتراض کوونکي د ميانمار د سفارت مخې ته راټول شول او د ميانمار يا پخوانۍ برما په راخين ايالت کې يې پر روهنيګيا مسلمانانو ځپونکي او له تاوتريخوالي ډک فشارونه وغندل.

ځينو اعتراض کوونکو شعارونه ورکول چې په ميانمار کې عامه وژنه بنده کړئ.

ځينو نورو اعتراض کوونکو له ځانونو سره د ميانمار د رهبرې انګ سان سوچي (Aung San Suu Kyi) عکسونه هم لېږدول چې پر مخ يې چليپا کښل شوې وه او ورته ليکلي وو: "دا يوه قاتله ده."

مېرمن سان سوچي په ميانمار کې د يوه سياسي ګوند مشري هم کوي.

د رويټرز اژانس په حواله د ميانمار په راخين ايالت کې تاوتريخوالى د دې سبب شوى چې د روهنيګيا مسلمانانو په سلګونو غړي د بنګله‎دېش سرحد ته پناه يوسي.

داسې ادعاوې شته چې په دغه تاوتريخوالي کې امنيتي ځواکونه هم لاس لري او دا مسئله د ميانمار د رهبرې انګ سان سوچي لپاره تر ټولو لويه ازموينه ګڼل شوې ده.

مېرمن سان سوچي چې تېرکال قدرت ته ورسېده په دغه هېواد کې يې د ملي پخلاينې راوستلو ژمنه کړې ده.

د اعتراض ډېرى ګډونوال مسلمانان وو چې له ميانمار سره يې د انډونيزيا د اړيکو پرې کولو غوښتنه کوله او په شعارونو کې يې د نوبل له کمېټې غوښتنه وکړه چې له سان سوچي د سولې جايزه بېرته واخلي.

د اعتراض برخوال محمد شکور ماندار وويل:

"موږ پر هغه څه چې په ميانمار کې پېښ شوي انتقاد کوو. زه وايم دا ډله ييزه وژنه ده. په انډونيزيا کې د يوه مسلمان په صفت د انډونيزيا پر حکومت هم انتقاد کوو چې هېڅ کار يې نه دى کړى."

خو په تازه اقدام کې د انډونيزيا د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ وويل چې د ميانمار سفير به پر روهينګيا مسلمانانو د وروستيو فشارونو له کبله احضار کړي.

د اعتراض بلې برخوالې استيانتي پُروَتي چې له ځان سره د سان سوچي عکسونه لېږدول چې په کې ليکل شوي وو سان سوچي يوه قاتله ده، پُروَتي رويټرز ته په خبرو کې وويل:

"موږپه ميانمار کې په خټه د روهينګيا مسلمانانو د وژنو پر خلاف اعتراض وکړ چې موږ يې يو غير بشري او وحشتناک عمل ګڼو. تاسې پوهېږئ چې مېرمن سان سوچي د سولې سمبول ده، خو په حقيقت کې، کله چې د هغې په خپل هېواد کې مسلمانان په ډله ييز ډول وژل کېږي، دا ورباندې غلې ده."

د رويټرز اژانس په حواله د ميانمار يا پخوانۍ برما په راخين ايالت کې تاوتريخوالى وروسته له هغې زيات شو چې څلور کاله مخکې په ډله ييزو شخړو کې په سلګونو کسان ووژل شول.

اژانس زياتوي، له دې څرګندېږي چې د مېرمن انګ سان سوچي اداره چې له واکمنۍ يې اته مياشتې کېږي لا هم پر خپل پوځ بشپړه څارنه نه‎لري.

XS
SM
MD
LG