د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ژمي له را رسېدو سره ځینو نړیوالو بنسټونو او سازمانونو ژمنې کړي چې له کورنیو بې‎ځایه شوېو سره به مرستې وکړي.

د دې وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر یو،اېن، اېچ ، سي، ار، ویلي چې له زرګونو بې ځایه شوېو سره به مرستې وکړي.

سلاکار حفیظ احمد میاخېل

سلاکار حفیظ احمد میاخېل

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"یو، اېن، اېچ، سي، ار د شاوخوا ۲۰۰ زره کورنیو لپاره د ژمي موسم کې د مرستو چمتوالی وښود. ډبلیو، ایف، پي هم ژمنه وکړه چې موږ له دوی سره هم د نغدو او هم د موادو مرسته کوو. همدارنګه ځینو نورو ادارو هم له وزارت سره ژمنه کړې چې په دې برخه کې به مرستې وکړي."

افغانستان کې ډیری خلک د ناامنیو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي چې له سختو شرایطو سره مخ دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مني چې څه باندې یو میلیون بې ځایه شوي کسان له ستونزو او په تېره د یخنۍله ستونزې سره مخ دي خو وايي چې مرستو رسولو ته یې هڅې روانې دي.

پخوا تردې حکومت د سیمه ییزو ارګانونو له لارې د کندز او ارزګان له بې ځایه شوېو سره د سل میلیونو افغانیو مرسته کړې ده چې مرستې رسول یې دوام لري.

د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې ویاندې منیره یوسف‎زاده ازادي راډیو ته وویل، سربېره پر دې مرستې حکومت د والیانو له لارې یو لړ نورې مرستې هم له بې‎ځایه شوېو سره کړي دي.

د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې ویاندې منیره یوسف‎زاده

د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې ویاندې منیره یوسف‎زاده

اغلې یوسف‎زاده زیاته کړه:

"کډوالو ته که بې‎ځایه شوي او که ګاونډیو ولایتونو ته تللي د مرستو رسولو لړۍ روانه ده او اوس دغه پروسه د ختمېدو په حال کې ده."

کارپوهان له نړیوالې ټولنې غواړي چې له بې ځایه شوېو سره دې د ژمي په موسم کې له پخوا څخه زیاتې مرستې وکړي.

د دې کارپوهانو له ډلې عزت اله برکي وايي، که حکومت او نړیواله ټولنه دغې ستونزې ته لږ پام وکړي ممکن دغه خلک په ژمي کې له ستر انساني ناورین مخ شي.

راپور خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG