د لاسرسي لېنکونه

د سوریې په شمال کې له داعش سره د جګړې پر مهال یو ترکی سرتېری وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ترکيې پوځ دا خبره د جمعې په ورځ په خپره شوې اعلاميه کې کړي.

دا اعلاميه یوه ورځ وروسته له هغه خپره شوې چې د پوځ په وينا د سوريې په شمال کې د دغه هېواد د هوايي حملو له کبله درې ترکي سرتېري ووژل شول.

دا لومړی ځل دی چې سوري ځواکونو ترکي سرتېري وژلي دي.

د ترکيې صدراعظم بن علي يلدرم ويلي، انقره به د دې پېښې غچ واخلي.

د ترکيې صدراعظم بن علي يلدرم

د ترکيې صدراعظم بن علي يلدرم

دا په داسې حال کې ده چې د ترکيې په ملاتړ ياغيان په سوریه کې له اسلامي سخت دريځو څخه د الباب ښاربېرته نيولو لپاره جګړه کوي.

له هغه راهيسې چې انقرې په اګسټ مياشت کې د پولي پورې غاړې فعاليت پيل کړچې داعش او کُرد جنګيالي له سرحده پر شا وتمبوي، د وژل شوېو ترکي سرتېرو شمېر۱۷ ته رسېدلی دی.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ترکي پوځ ويلي، د جمعې تر سهاره په څلرويشتو ساعتو کې په نښتو کې څلور سوري ياغیان وژل شوي او ۲۵ ټپيان شوي دي.

له الباب سره نېږدې ترکي جيټ الوتکو د داعش جنګيالي په نخښه کړي دي.

د الباب پر لور د ترکمن او عرب ياغيانو پرمختګ داعش جنګيالي اړ کړي چې بل لوري ته له سوري حکومتي ځواکونو او کُرد جنګيالیو سره مخامخ شي.

الباب په ځانګړي توګه ترکيې ته په ستراتيژيکه توګه مهم دی ځکه کُرد مليشې هم هڅه کوي دغه ښار ونيسي.

انقره هڅې کوي د کُرد ځواکونو مخه ونيسي چې له ترکي سرحد سره نېږدې مځکې تر لاسه نه‎کړي ځکه بېره لري دا کار به په ترکيه کې د کُردانو جلا کېدو ته زمينه برابره کړي.

ترکيه له سرحد سره نېږدې له سوري ياغيانو سره د ټانکونو، توپونو او کشفي الوتنو مرسته کوي.

واشنګټن ويلي د امریکا په مشرۍ ائتلاف له دغو عملیاتو سره هېڅ ډول مرسته نه‎کوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي چې ياغي ځواکونه د الباب ښار نیولو ته نېږدې شوي دي او له دې وروسته به دوی د خوندي منبج پر لور خوځيږي.

منبج ښار د سوريې په ختيځ کې دی او کُرد ملېشو په اګسټ مياشت کې له اسلامي دولت سخت دريځو څخه نيولی وو.

د بشار اسد ځواکونو ترکيې ته تېره مياشت خبرداری ورکړ چې د حلب په شمال او ختيځ کې د دوی د پوستو پر خوا هېڅ ډول پرمختګ ونه‎کړي او که دا کار وکړي، له سخت مقاومت سره به مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG