د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د افغانستان نجونو د فوټبال ملي ټيم هند کې تمریناتي سیالۍ کوي


د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي ټيم به د جنوب آسیا سیالیو ته د چمتووالي په هدف په هند کې تمریني سیالۍ وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر ر‌ؤفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د لازیاتي همږغۍ په خاطر هغه نجونو چې په اروپا، امریکا او افغانستان کې دي یو ځای شي او په خپلو تمریني سیالیو کې ګډون وکړي ترڅو د دوی سیالۍ او ټیم په منظمه توګه ترتیب شي.

د ښاغلي رؤفي په خبره دغه سیالۍ دجنوب آسیا هېوادونو په ګډون د ډیسمبر په ۲۷مه نېټه په

هند کې پیلیږي او ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG