د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د افغانستان د ۱۹کلنو تر کم عمره کرکټ ملي ټيم هند کې لوبېږي


د افغانستان د نوولس کلنو تر کم عمره د کرکټ ملي ټيم په هند کې د دغه هېواد له ورته ټيمونو سره د اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په هدف لوبې کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي نن ازادي راډيو ته وویل چې تردې دمه د افغانستان د نوولس کلنو کم عمره د کرکټ ملي ټيم د هند له ورته ټيمونو سره څلور بېلابېلې دوستانه سیالۍ کړي دي چې دوه سیالۍ یې ګټلي او دوه نورې یې بایللي دي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د اسیا جام د کرکټ سیالۍ به د ډیسمبر په میاشت کې په سریلانکا کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG