د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د کرکټ د ازاد ټورنمټ سیالیو په دوام د افغانستان د المصافي د کرکټ ټيم دوهمه سیالي د چي پي ټایګر له ټيم سره کېږي.

د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د المصافي د کرکټ ټيم دغه سیالي ته پوره چمتووالی لري.

له دې مخکې د افغانستان د المصافي ټیم د امریکا د ګرین میسټ ویسټ ټيم په وړاندې سیالي بایللې وه.

ښاغلی فضلي زیاتوي چې د امریکا د ازاد ټورنمنټ د کرکټ سیالۍ له اتو هېوادونو څخه د ۱۶ ټيمونو په ګډون د نوومبر په ۲۴ مه نېټه پیل او څلور ورځې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG