د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

چارواکي: جلال‌اباد کې ۳ پرله‌پسې چاودنو ۵ ملکیان ووژل


د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې درې پرله‌پسې چاودنو دوه دیرش تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د جمعې په ورځ د جلال‌اباد ښار په مختلفو سیمو کې په پرله‌پسې ‌‌‌‌‌‌ډول درې چاودنې وشوې.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دغه چاودنې د جلال‌اباد ښار د څلورم او دویم ماموریت اړوند سیمو کې شوي دي.

د خوګياڼي په خبره په دې چاودنو کې د یو ماشوم او دوه امنیتي کسانو په ګډون ۵ تنه ملکيان وژل شوي او د درې امنیتي کسانو په ګډون ۲۷ نور ملکیان ټپیان شوي دي.

د دې پېښو مسؤلیت تر اوسه کومې وسله‌والې ‌‌‌‌‌‌ډلې په غاړه نه‌دی اخېستی.

XS
SM
MD
LG