د لاسرسي لېنکونه

د ایران په سیمنان ولایت کې د دوو مسافر وړونکو رېل ګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.

پرېس ټي وي د ځايي چارواکو په حواله ویلي چې دا پېښه نن سهار د شمال مرکزي ولایت سیمنان د شاهرود ښار کې د هفت خان په تمځای کې شوې ده.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې د مرستې رسونې مشر مصطفی مرتضوي ویلي په دې پېښه کې تر اوسه د پنځو تنو مړینه او د ۱۱ نورو کسانو ټپي کېدل تائید کړي دي.

ویل کېږي چې کیدای شي مرګژوبله نوره هم زیاته وي.

په دې پېښه کې څلور کابینونه له پټلۍ اوښتي او دوو نورو اور اخیستی دی.

د رسمي شمېرو له مخې هر کال په ایران کې په اوسط ډول ۱۷۰۰۰ کسان په ټرافیکي پېښو کې وژل کیږي.

XS
SM
MD
LG