د لاسرسي لېنکونه

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یوه ټونس او سراچې موټر د ټکر په پېښه کې ۱۳ کسان ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راديو ته وويل چې دغه پېښه نن تر غرمې مخکې د کندهار هرات پر لويه لار د ميوند ولسوالۍ په ملنګ کارېز سیمه کې شوې او په ټپیانو کې درې ښځې او څلور ماشومان هم شامل دي.

ښاغلی خپلواک د پېښې علت د موټرو تېز سرعت بللی او ویلي یې دي چې ټپيان د درملنې په هدف میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG