د لاسرسي لېنکونه

نن جمعه د نوومبرپنځه ویشتمه په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو شپاړلس ورځنی کمپاین پیل شو.

دا کمپاین د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په مرسته پیل شوی چې شپاړلس ورځې دوام کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې پارنیل کاردیل چې اوس د یوناما سرپرسته هم ده د دغه کمپاین په پيل کې وویل:

"دا ډېره مهمه ده چې افغان مېرمنې او نجونې په بشپړ دول ازادي تجربه کړي او له هر ډول جسمي ځورونې او ګواښ پرته د خپل هېواد او ملت په جوړونه کې برخه واخلي. "

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې همدا راز د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د همغږو ملي او نړیوالو هڅو او فعالیتونو غوښتنه وکړه.

د افغان حکومت مشرانو هم د چهارشنبې په ورځ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو له نړیوالې ورځې لمانځنه وکړه.

په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې زرګونه ښځې د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې له مخ پر زیاتیدونکو تاوتریخوالو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG