د لاسرسي لېنکونه

عراقي چارواکي وايي، د بغداد په جنوب کې پروني ځان وژونکي برید کې د وژل شوېو شمېر چې ډېر یې ایراني زیارت کوونکي وو، له اتیا تنو پورته شوی دی.

د اسلامي دولت وسله‎والې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخېستی دی.

پرون د بغداد جنوب ته ۱۰۰ کیلو متره لېرې پرته سیمه کې په یوه لارۍ کې ايښودل شوي چاودیدونکې مواد د تیلو په یو ټانک چې یو ریسټورانټ یې هم څېرمه و وچاودېدل.

د چاودنې پر مهال دغلته په کربلا کې د اربعین له مذهبي مراسمو څخه د راستنو شوېو زیارت کوونکو بسونه تم شوي وو.

د رویټرز خبري اژانس د پولیسو او روغتیايي چارواکو په حواله ویلي د دې برید له کبله د پنجشنبې په ورځ ناوخته د وژل شوېو کسانو شمېر د سلو شااوخوا ته رسیدلی وو. لسګونه نور په دې چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت وسله‎والې ډلې په یوې انلاین خبرپاڼه کې د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې عراقي جنګیالیو یې دا برید ترسره کړی.

XS
SM
MD
LG