د لاسرسي لېنکونه

په لغمان کې د واده په مراسمو کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله اووه تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي تېر ماښام د الینګار ولسوالۍ په استقامت د مرکز اړوند د دادو کلا په سیمه کې په یو کور کې چې د واده مراسم روان وو، د دولت وسله‎والو مخالفینو له لوري د هاوان را توغول شوې مرمۍ لګېدلې چې له امله یې یوه اووه کلنه نجلۍ وژل شوې درې کوچنیان او درې لویان نور په کې زخمیان شوي دي.

ځواک وايي، زخمیان دا مهال د مهترلام په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي چې د روغتون د ډاکټرانو په وینا د زخمیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

وسله‎والو طالبانو بیا د دې برید مسؤلیت تر اوسه نه‎دی منلی.

XS
SM
MD
LG