د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د کورني تاوتریخوالي د ژغورنې حل ځان وژنه ده؟


یو شمېر ښځې او نجونې چې په کورنۍ او ټولنه کې له تاوتریخوالي سره مخ دي وايي، له تاوتریخوالي څخه د ژغورنې لپاره د ډول ډول دواګانو په خوړلو او ځان سوځونې لاس پورې کوي.

ځان سوځونه، د زهرو او موږکانو او د لړم د وژلو درمل خوړل او ځان زندۍ کول هغه څه دي چې ښځې او نجونې ترې د تاوتريخوالي څخه د ژغورنې د یوې لارې په توګه کار اخلي.

سویتا هغه ۱۸ کلنه ښځه ده چې له واده څخه یې یو نیم کاله تېریږي، هغه هم د خپل خاوند د کورنۍ د تاوتریخوالي قرباني ده.

سویتا په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهیدلې او اواز یې رېږدېده وویل چې د خپل خاوند او د هغه د کورنې د تاوتریخوالي څخه د ژغورنې په هدف یې غوښتل ځان ووژني.

نوموړې وویل:

"د لړم د وژلو دوا مې وخوړله او هڅه مې وکړه چې ځان ووژنم، کله چې د کوما په حالت کې یې روغتون ته بوتلم ډاکټرانو ویلي وو که ځنډیدلې وم نو له‎منځه به تللی وم."

سویتا وايي، خاوند او د هغه کورنۍ یې په هر ډول پلمو وهي ان تر دې چې ۴ میاشتنی ماشوم یې هم شکنجه کوي.

د سویتا مات شوي هډوکې او د هغې پر بدن د وهلو او ډبولو نښانې هر انسان خواشینی کوي او ښکاري چې په ډیرې بی رحمې سره شنکجه شوې ده.

"له کله چې مې ماشوم پیدا شوی هغه هم وهي، د وهلو او ډبولو نښانې اوس هم زما پر مخ ښکاري، حق او ناحقه پلمه نیسي، د سینې هډوکې مې هم مات شوي، سر مې هم مات شوی دی."

هاخوا د سویتا مور ضیا جانه وايي چې زوم یې ان د دی پر لور ویښتان هم خوړلي دي:

"کله چې یې په ډوډې کې ویښته وي نو لور ته مې وايي چې ویښتان دې موږ ته پاخه کړي دي نو اوس یې خپله وخوره، لور مې وویل چې ویښتان نه خوړل کېږي خو هغوی ټینګار وکړ او زما لور یې ووهله او زما پر لور یې ویښتان وخوړل."

ضیا جانه له حکومته غواړي چې د لور په برخه کې یې عدالت تأمین شي او خاوند یې دی ته مجبور کړي څو لور ته یې طلاق ورکړي.

ښځې او نجونې په داسې حال کې له تاوتریخوالي شکایت کوي چې د ښځو چارو وزارت هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي اندیښمن کړي دي.

د ښځو چارو وزیره دلبر نظري چې د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، لا هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې ښځې او نجونې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

د ښځو چارو وزیره دلبر نظري
د ښځو چارو وزیره دلبر نظري

مېرمن نظري وايي:

"په روان کال کې په خاصه ډول د روژې په میاشت کې د دې شاهد و چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ښوونځیو پر نجونو د تیزاب اچونې، پر نجونو د جنسي تیریو، سوځولو، غیابي محکمې، سنګسار او له کوره د تښتېدو په تور د ښځو د ځورولو پېښې وشوې."

دلبر نظري وویل، په روان کال کې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي۳ زره او ۴ سوه قضیې ثبت شوي دي.

د سویتا په څېر داسې ډیرې ښځې او نجونې شته چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جبري ودونو، بد ورکولو، فزیکې او اقتصادي تاوتریخوالي سره مخ دي.

افغانې ښځې د کورني تاوتریخوالي سربېره د خپلو خاوندانو د نامشروع هوسونو قرباني شوي هم دي.

فاطمه د دا ډول ښځو یوه بېلګه ده چې د خپل خاوند د نامشروع هوسونو قرباني شوې ده.

د فاطمې په خبره خاوند یې یوازې له هغې څخه نه بلکه د هغې له خور او مور څخه هم نامشروع غوښتنې لري.

نوموړې وايي:

"تل به یې په خپل موبایل کې خرابې خپرونې لیدلې او زه به یې هم هڅولم چې وې ګورم او هره غوښتنه یې به یې له ما کوله خو کله به مې چې نه منله زه به یې وهلم، همدا راز زما مور او خور ته یې هم سترګې نیولې وې، پر ما به یې فشار راوړ چې خپله مور او خور مې ورته راولم څو خپلې نامشروع غوښتنې پوره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه اندیښنه لري او په دې برخه کې د دولت پر جدي پاملرنې ټینګار کوي.

د دغه کمېسیون د ښځو برخې مسؤلې لطیفې سلطاني ازادي راډیو ته وویل، د ښځو د وژلو موضوع د تاوتریخوالي یوه مهمه موضوع ده چې باید حکومت ورته پام وکړي.

نوموړې وویل:

"د ښځو د وژلو موضوع چې زموږ د ارقامو له مخې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۱۶۵ قضیې مستند شوي له بده مرغه دا پېښې د افغانستان جنوب کې ترسره شوي دي او حکومت هم نه‎دی توانیدلی چې د دا ډول پېښو مجرمین ونیسې او د قانون منګلو ته یې وسپاري."

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل چې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه جدي او ملي ستونزه ده او حکومت یې د حل لپاره ژمن دی.

اشرف غني: افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه جدي او ملي ستونزه د
اشرف غني: افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه جدي او ملي ستونزه د

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ښځه لومړې درجه شخصیت لري او د ښځې په توګه د احترام وړ ده، نن د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه نړیواله پدیده او بدبختانه یوه ملي جدي ستونزه ده."

جبري ودونه د نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه بېلګه ده، د افغانستان د ښځو چارو وزارت او د بشري حقونو د کمېسیون راپورونه ښیي چې یو شمېر نجونې چې جبري ودونو ته نه حاضریږي له کوره پر تېښتې، ځان سوځونې، ځان وژنې او پر داسې نورو پېښو لاس پورې کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG