د لاسرسي لېنکونه

د ازبکستان یو سیاستوال سمندر کوکانوف له ۲۳ کلونو زندان وروسته پرون بېرته خوشې شو.

د نوموړي خپلوانو د ازادې اروپا راډیو ازبکې څانګې ته ویلي چې د زندان چارواکو پرون هغوی ته ټیلیفون کړی و او ویلي یې و چې د سمندرکوکانوف د زندان د دوام پرېکړه محکمې لغوه کړې ده.

د پارلمان دا پخوانی غړی چې ۷۲ کاله عمر لري د محکمې د پرېکړې سره سم باید له ۲۳ کلونو بند وروسته د اکتوبر په شپږمه خوشې شوی وای.

سمندرکوکانوف د اختلاس په جرم بندي شوی و.

د کوکانوف پلویان وايي چې هغه د سیاسي دلایلو په خاطر بندي شوی و او په ۱۹۹۳ میلادي کال کې له نېول کېدو وروسته تر اوسه په بند کې و چې یوه ډېره اوږده موده بندي و.

XS
SM
MD
LG