د لاسرسي لېنکونه

د مصر پوځ وايي، د امنیتي ځواکونو اته سرتېري د سینا په ټاپو وزمه کې د تالاشۍ له یوې پوستې سره په موټري بمي چاودنه کې وژل شوي دي. د مصر په سینا کې د اسلامي دولت وسله‎واله ډله فعالیت لري.

د مصر د پوځ ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل، دا کسان هغه مهال ووژل شول چې د وسله‎والو ترهګرو یوې ډلې په سیمه کې د تالاشۍ پر یوې پوستې برید وکړ.

مصري پوځ وايي چې امنیتي ځواکونو درې بریدګر وژلي دي.

تراوسه پورې د دې برید مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه‎دی اخېستی.

XS
SM
MD
LG