د لاسرسي لېنکونه

د روسیې چارواکي وايي، نن په شمالي قفقاز کې د ځانګړوځواکونو دوه پوځي افسران او دوه مشکوک وسله‎وال په نښته کې ووژل شول.

په روسیه کې د ترورېزم ضد کمېټه وايي، دوه وسله‎وال په انګوشیتیا کې په یوه کور کې پټ شوي وو او امنیتي ځواکونو ته له تسلیمېدو یې ډډه کوله نو له‎دې امله پر هغوی ډزې وشوې.

دې کمېټې ویلي چې دواړه مشکوک کسان په شمالي قفقاز کې په تروریستي فعالیتونو کې ښکېل وو.

XS
SM
MD
LG