د لاسرسي لېنکونه

ولسمشر محمد اشرف خپل دویم مرستیال سرور دانش ته دنده سپارلې چې د الکترونیکي تذکرو د ویش پر وړاندې موجوده حقوقي ستونزې حل کړي.

د الکترونیکي تذکرو د ویش د اداري رئیس همایون محتاط نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو ستونزو تر حل وروسته به د تذکرو د ویش لړۍ ډېر ژر پیل شي.

ولسمشر غني تېره سې شنبې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د معرفۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې د تذکرو د ویشلو ستونزه دې ژر تره ژر حل شي.

XS
SM
MD
LG