د لاسرسي لېنکونه

دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې وسله‎وال به په نورستان کې کومه لاسته راوړنه و نه‎لري.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې د نورستان په دواب ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات دوام لري او په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د وسله‎والو طالبانو څه باندې ۷ غړي وژل شوي دي.

په دواب کې نن جګړه د پنځمې ورځې لپاره دوام لري.

له دې مخکې د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته ویلي و چې پر دغې ولسوالۍ سلګونو وسله‎والو مخالفینو برید کړی دی.

XS
SM
MD
LG