د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د افغانستان بریښنا شرکت څخه یو پلاوی تاجکستان ته ځي


د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت وایي چې سبا به د بریښنا شرکت څخه یو پلاوی تاجکستان ته ولاړ شي او تمه ده چې له دغه هېواد سره به د برېښنا برخه کې نوی تړون لاسلیک کړي.

د دغه وزارت د انرژۍ دبرخې سلاکار امان الله غالب ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم دغه برېښنا افغانستان ته په لوړه بیه تمامېږي خو په کابل کې به د بریښنا د نشتوالې ستونزه تر یوه حده هواره کړې.

نجیبې زمان د موضوع په اړه له ښاغلي غالب سره مرکه کړې او په سر کې یې په کابل کې د برېښنا په برخه کې د ستونزو په اړه پوښتلي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG