د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې د تېر کال د شپږو میاشتو په پرتله سږکال بهرنیو هېوادونو ته د صادارتو کچه له ۱۵ تر ۲۰ فیصده لوړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډيو ته وویل، هڅه کېږي چې د کال تر پایه بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو سطح ۳۰ فیصده زیاته شي.

نوموړی وایي چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې تر ګډون وروسته د افغانستان په صادراتو کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی راغلی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته تازه او وچه میوه او غالۍ ډېر صادرېږي.

XS
SM
MD
LG