د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیران


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ساوت کارولینا ایالت ګورنره نیکي هیلي په ملګرو ملتونو کې د واشنګټن د استازې په توګه ټاکلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي په توګه د هیلي انتخاب چې په بهرنیو روابطو کې زیاته تجربه نه‎لري، د امریکا د هغو ۴ ډیپلوماټانو له ټاکل کېدو سره توپیر لري چې تراوسه پورې يې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازیتوب کړی دی.

سمانټا پاور
سمانټا پاور

سمنټا پاور:

سمنټا پاور له ۲۰۱۳ کار راپدیخوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازیتوب کوي.

پاور چې د ژورنالېزم په ډګر کې یې د پولیټزر په نامه جایزه ګټلې، ایرلنډ کې زیږیدلې او لا ماشومه وه چې متحده ایالاتو ته راغلې.

سمنټا پاور د ولسمشر بارک اوباما د انتخاباتي کمپاین او هغه مهال چې نوموړی سناتور و، د بهرنیو اړیکو د سلاکارې په توګه کار کړی دی.

د بارک اوباما د جموري ریاست په لومړنی دوره کې سمنټا پاور د سپینې ماڼۍ د امنیتي سلاکارانو په ډله کې وه.

نوموړې یو له هغو سلاکارانو څخه وه چې پر لیبیا يې د امریکا د هوايې برید ملاتړ وکړ.

سوزان رائیس
سوزان رائیس

سوزان رائیس:

تر سمنټا پاور مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازیتوب سوزان رائیس کاوه.

مېرمن رائیس له ۲۰۰۹ نیولې تر ۲۰۱۳ کاله پورې په دې دنده کې وه.

سوزان رائیس په اکسفورډ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په برخه کې لوړې زده‎کړې کړي او له ځوانی راهیسې يې د بهرنی پالیسې په برخه کې دنده ترسره کړې ده.

سوزان رائیس د امریکا د پخواني ولسمشر بیل کلېنټن په دوره کې د ملي امنیت د شورا غړې وه.

هغې دغه راز د افریقا په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې په توګه هم کار کړی دی.

زلمی خلیل زاد
زلمی خلیل زاد

زلمی خلیلزاد:

افغان الاصله امریکايي ډیپلوماټ زلمی خلیلزاد له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۰۹ کاله پورې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی و.

خلیلزاد په بیروت کې له امریکايي پوهنتون فارغ شوی او بیا يې د شیکاګو پوهنتون کې هم لوړې زده‎کړې کړي دي.

په څلورو ژبو خبرې کوونکي زلمی خلیلزاد د رونالډ ریګن له دورې راپدیخوا د امریکا د ملي امنیت اړوند لوړو پوستونو کار کړی دی.

پر امریکا د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش خلیلزاد د افغانستان لپاره د واشنګټن استازی کړ او د افغانستان د پخواني ولسمشرحامد کرزي سره يې نېږدې کار وکړ.

له افغانستان وروسته خلیلزاد په بغداد کې هم د متحده ایالاتو د سفیر په توګه دنده ترسره کړه.

جان بالټن
جان بالټن

جان بالټن:

جان بالټن چې له ۲۰۰۵ نیولې تر ۲۰۰۶ میلادي کاله پورې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی و ښايې د امریکا د بهرنۍ پالیسی په برخه کې تر ټولو لانجمن شخصیت وي.

بالټن په بالتیمور ایالت کې زیږیدلی او د رونالډ ریګن د واکمنۍ او بیا د جورج بوش او چورچ ډبیلو بوش د جمهوري ریاست په دورو کې د درېیو فدرالي ادارو مشري وکړه.

د جورج ډبیلو بوش په دوره کې جون بولټن د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د وسلو د کنټرول د برخې مسؤل وټاکل شو .

جان بالټن د بوش له‎خوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازیتوب لپاره ونومول شو خو نوموړی ونه توانېد چې د دې پوسټ لپاره د کانګرس د سنا تائید ترلاسه کړي.

جان بالټن د سنا له مخالفت سره- سره د هغه مهال د ولسمشر جور ډبیلو بوش له‎خوا په ملګرو ملتونو کې ۱۷ میاشتې په مؤقت ډول د واشنګټن استازیتوب وکړ.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیکې هیلي اوس په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازۍ په توګه نومولې ده.

که مېرمن نیکي چې د ساوت کارولینا والي ده په ملګرو ملتونو کې د واشنګټن نمایندګي وکړي نو دا بهپه دې سازمان کې د امریکا د تیرو څلورو سفیرانو په مقایسه تر ټولو کم تجربه لرونکې استازې وي.

XS
SM
MD
LG