د لاسرسي لېنکونه

د غور یو شمېراوسیدونکو نن د دغه ولایت د والي د مرستیال محمد امین توخي پرضد مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو ویل، ښاغلی توخي چې څه موده مخکې د اختلاس په تورله دندې لېرې شوی و، د غور ولایت د معاونیت لپاره وړ کس نه‎دی.

نوموړی څو میاشتې مخکې د غور له یو شمېر نورو مسؤلانو سره د ۱۱۷ میلیونه افغانیو د حیف او میل کېدو په تور له دندې لېرې کړای شوی و.

اخوا د غور والي غلام ناصر خاضع وایې، ښاغلی توخي د ولسمشر د فرمان له مخې دوهم ځل مقرر شوی دی او دی یوازې کولای شي دا موضوع له جمهوري ریاست سره مطرح کړي.

XS
SM
MD
LG