د لاسرسي لېنکونه

دفاع وزارت وایۍ، د ملي اردو هغه سرتيري یې د طالبانو له منګولو ژغورلي او راخوشې کړي یې دي چې تیر کال په فاریاب کې د یوې هلیکوپټرې تر بېړنۍ ناستې وروسته نیول شوي وو.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه سرتېري تیره شپه د ملي امنیت د عملیاتو په نتیجه کې راخوشې شول.

ښاغلی رادمنش زیاته کړه:

"خوشبختانه زموږ دغه پرسونل د قوس د څلورم تاریخ په شپې د ملي امنیت له لوري وژغورل شول.گ

تېرکال د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې الوتکې د تخنیکي عوارضو له امله بېړنۍ ناسته کړې و چې ۱۷ تنه امله یې طالبانو اسیر نیولي وو.

د الوتکې په عملې کې درې تنه یې تېرکال د الوتکې د ناستې پرمهال وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG