د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د اروپایي ټولنې وکیلان به نن په هغې رأی ګېري سره چې تمه کېږي له ترکيې سره د غړیتوب پر سر خبرې وځڼدوي، انقرې ته په کوردننه د پراخې ځپنې له امله یو زېګنال ورکړي.

د اروپایي ټولنې په قانون جوړونکي ارګان، اروپایي پارلمان کې لویې ډلې د هغه وړاندیز تر شا درېدلي چې له ترکیې سره د غړیتوب پر سر خبرې ځنډوي.

دغه وړاندیز به له ترکیې سره چې د اعدام سزا بېرته جاري کوي، ټولې خبرې پای ته ورسوي.

که څه هم دغه رأی ګیري اجرایي بڼه نه‎لري خو هغه به پر اروپایي کمېسیون چې له انقرې سره خبرې مخ ته وړي، فشار را ولي.

په عین حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ د اروپایي ټولنې پر غړیو انتقاد وکړ چې په دې ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په اړه یې خپلې ژمنې نه‎دی پرځای کړي.

اردوغان نننۍ رأی ګیري ته په اشاره وویل، که د هغې نتیجه هرڅه وي، زموږ لپاره ارزښت نه‎لري.

د جولای د میاشتې ناکامې کودتا په ترڅ کې اردوغان په هېواد کې اضطراري حال اعلان کړی او د اپوزیسون ډلو، خبریالانو او مدني ټولنو په وړاندې یې پراخ ځپونکې عملیات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG