د لاسرسي لېنکونه

د چین دولتي مطبوعات وايي، د دې هېواد په ختیځ کې د یوې ودانۍ چې د رغولو کار یې روان و، د نړېدو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه نن مړه شوي دي.

د چین په ختیځ ښار فینګ چینګ کې د انرژۍ د تولید د مرکز دا ودانۍ نن سهار پر کارګرانو را چپه شوه.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا وايي چې د هغو کارګرانو شمېر نه‎دی څرګند چې د ودانۍ تر خرابې لاندې شوي او په پېښه کې د مړو شمېر زیاتیدلای شي.

په وروستیو میاشتو کې د چین په بېلابېلو ښارونو کې د داسې پېښو شمېر زیات شوی چې عمده دلیل یې اداري فساد او د انسانانو امنیت ته کمه پاملرنه بلل کېږي.

په ځيني مواردو کې د شرکتونو پر خاوندانو تور پورې شوی چې د اقتصادي ودې د کمزورتیا له امله، هڅه کوي چې خپل تولیدات زیات کړي.

د چین یوې محکمې په وروستیو کې د کیمیاوي موادو په یو ډیپو کې چې په غیر قانوني ډول جوړ شوی و، د سترې چاودنې په تړاو د یوې لوژیستیکي کمپنۍ مشر په تعلیقي اعدام محکوم کړ.

په‎دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۷۳ تنه وژل شوي وو چې ډېر پولیس او د اطفايې کار کوونکي هم په‎کې شامل وو.

XS
SM
MD
LG