د لاسرسي لېنکونه

درې ترکي عسکر نن د سوريې په شمال کې د داعش د وسله‎والو په حمله کې ووژل او لږ تر لږه ۷ تنه زخمیان شوي دي.

د ترکیې غیردولتي خبري اژانس دوګان ویلي چې ترکي عسکرو د سوريې په الباب ښار کې د رژیم د مخالفینو په ملاتړ پوځي عملیات کول خو د دې عملیاتو دقیق وخت یې نه‎دی څرګند کړی.

رویټرز خبري اژانس د صحي کارکوونکو په حواله ویلي چې زخمي عسکر له سوریې سره د ترکیې پر ګډه پوله پرتو ښارونو غازي انتيپ او کېلېس کې روغتونو ته لېږدول شوي دي.

XS
SM
MD
LG